د ماشين الاتو د داوطلبۍ بيا ځلي خبرتيا
![د ماشين الاتو د داوطلبۍ بيا ځلي خبرتيا](https://aop.gov.af/public/md.jpg)
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست ټولو په شرايطو برابر داو طلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چارو ادارې لوی ریاست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست لپاره د وسايطو د اړتيا وړ ماشين الاتو پروژې په داو طلبۍ کې برخه واخلي او د شرطنامې سافټ د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست او يا هم د دې ادارې له ويب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د اعلان د نشر له نېټې څخه 14/3/1402 پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست د وسایطو د ماشين الاتو پرژه.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/004/1402/NCB/RE
د بانکي تضمين په توګه: (98,000) اته نوي زره افغانۍ
د افرګشايي غونډه: 14/3/1402 له غرمې وروسته 2:00 بجې.
ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو رياست، د معدن وزارت پخوانی تعمير کابل- افغانستان
نوټ: ناوخته او د انټرنېټ له لارې افرونه د قبول وړ نه دي.