د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ئیس د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګر والي سره خبرې وکړې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د لوګر والي محمد اجمل شاه پور سره په دغه ولایت کې د روغتیايي چوپړتیاو د چټکتیا، د پراختیايي پروژو د څرنګوالي د څار او نورو شته ستونزو په اړه  ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د چارو ادارې لوی رئیس د کورنا ویروس پر وړاندې د مبارزې برنامو ته په نغوتې سره وویل، چې د حکومت مشرتابه هڅه کوي چې روغتیايي چوپړ په ټولو ولایتونو کې ګړندی کړي، هغه ټینګار وکړ چې پروژې باید په سمه توګه او پر خپل وخت تر سره شي او د چارو اداره به یې اړوندو ادارو سره په همغږۍ د پلي کيدو څارنه وکړي.