د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د ځان بسياينې لپاره بايد هڅې ګړندۍ کړو
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست په مشرۍ د عامې روغتيا وزارت، د خوړو او درملو ملي ادارې او د افغانستان طبي شورا ترمنځ ولس ته د لا غوره روغتيايي خدمتونو په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (شوال المکرم ۱۹ مه، غويي ۱۹ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال ښاغلي نور محمد حيدري له اجنډا سره سم په روغتيايي برخه کې شته ستونزې د حل په موخه د بحث لپاره غونډې ته وړاندې کړې.
په دغو ستونزو کې په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د ناروغانو د بېلابېلو ستونزو، درملو او خدماتو، د امارتي روغتونونو ناروغانو معاينات خصوصي لابراتوارونو ته لېږل، په خصصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدماتو په لوړو قيمتونو او درملو د کيفيت او قيمتونو په اړه بحث وشو.
غونډې ته په وينا کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده اړوندو مسؤلينو ته په روغتيايي برخه کې ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو سپارښتنه وکړه او زياته يې کړه چې موږ بايد په هره او په ځانګړې توګه د روغتيا په برخه کې پرځان بساينې لپاره هڅې ګړندۍ کړو.
ښاغلي اخندزاده له خپل لوري د غونډې ګډونوالو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او د روغتيایي ادارو له استازو يې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره د خپلمنځي ناستو په نتيجه کې لايحې جوړې او له موږ سره شريکې کړي.
همدا راز په غونډه کې د ولس روغتيايي ستونزو د بنسټيز حل لپاره په دوامداره غونډو توافق وشو او دا مجلس د خير په دعا پای ته