د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د خدماتو ریاست لپاره د اړتيا وړ مصالحه جاتو د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر AOP/G/027/1402/NCB دی، د فردوس مهران شرکت ته چې د تخار ولايت مرکز تالقان په بدخشان بندر کې موقعيت لري او جواز یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په (41409) شمېره ثبت دی، په (2,088,249) دوه ميليونه، اته اتيا زره، دوه سوه نهه څلوېښت افغانیو په بدل کې ورکړي .
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو ورځو پورې يې د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي .
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.