د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د تعميراتو د حفظ او مراقبت ریاست لپاره د تهويې او تسخين د اړتيا وړ توکو د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر AOP/G/012/1402/NCB دی، د اتل عقاب لوژيستکي شرکت ته چې د کابل ښار دوهم پروان سيمې کاردان پوهنتون ته څېرمه موقعيت لري او جواز يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په (82100) شمېره ثبت دی، په (2,575,416.48) دوه ميليونه، پنځه سوه پنځه اويازره، څلور سوه شپاړلس افغانیو په بدل کې ورکړي.
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولی شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو ورځو پورې يې د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.