22 غبرګولی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د پکتیا والي شمیم خان کټوازي سره وکتل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د پکتیا والي شمیم خان کټوازي سره وکتل.
په دې ناسته کې دوی په خپل وخت سره د صحي خدماتو رسول، له کرونا ویروس سره د مبارزې او د انکشافي پروژو د تطبیق په اړه بحث وکړ.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، له کرونا ویروس سره مبارزه د حکومت له لومړیتوبونه څخه ده او مبارزه یې په ټول هېواد کې په منظمه توګه روانه ده، همدارنګه د چارو ادارې لوی رئیس ژمنه وکړه چې د انکشافي پروژو پر وړاندې ستونزې به د چارو اداره له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شريکې او تعقيب کړي.