د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د خصوصي سکتور د تقويې ملاتړ کوي

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د هېواد د خصوصي مکاتبو اتحاديې له استازو سره وليدل، د هغوی ستونزې يې واورېدې او فعاليتونه يې وستايل .

په دې اړه غونډه چې نن پنجشنبه«د شوال المکرم ۱۴ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د خصوصي مکاتبو اتحاديې رئيس او غړو برخه اخيستې وه.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ددې رياست د فعاليتونو او مسوليتونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ورپسې له اجنډا سره سم د خصوصي مکاتبو د اتحاديې استازو خپلې ستونزې شريکې کړې چې پکې د مالي ستونزو تر څنګ، د ښوونځيو لپاره د شخصي او مناسبو ودانيو نه شتون، بريښنايي مشکلات او يو شمېر نورې ستونزې شاملې وې چې له اسلامي امارت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.

همدا راز د اتحاديې استازو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د معارف په برخه کې دې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي او د شته ستونزو په اړه دې بنسټيز اقدامات وکړي.

په پای کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د خصوصي سکتور د تقويې هڅه کوي او د معارف په برخه کې به يادې ستونزې د اسلامي امارت د مشرتابه په همکارۍ حل کړي.

ښاغلي اخندزاده زياته کړه چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او يو له بل څخه بېل نه دي او په وينا يې چې شته ستونزې به له يو بل سره په همکارۍ حل کوو.

همدا راز په ناسته کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري د اتحاديې له استازو څخه د ستونزو د حل لپاره د ليکلې طرحې او حل لارې غوښتنه وکړه ترڅو يادو ستونزو ته په منظمه توګه د حل لاره وموندل شي.

د خصوصي ښوونځيو اتحاديه چې په ۱۳۸۷ لمريز کال ايجاد شوې ده او د هېواد په ټولو ولايتونو کې استازولۍ لري، له همدې لارې د خصوصي مکاتبو د چارو د سمون او همغږۍ په اړه خپل فعاليتونه پرمخ وړي.

د اتحاديې د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په ټول هېواد کې ۵۱۰۰ بابه خصوصي ښوونځي فعاليت کوي چې تر يو ميليون زيات زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي او نږدې دوه نيم سوه زره ښوونکي، اداري او خدماتي کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.