د خواجه رواش ښارګوټي اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو په اړه غونډه وشوه

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت له مخې د خواجه رواش ښارګوټي د اوسېدونکو لپاره د غوره خدماتو په اړه د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زيربناوو رياست له لوري غونډه ,شوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه( د شوال المکرم ۱۳ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د کور او ښار جوړولو او عدليې وزارتونو، کابل ښاروالۍ او ملي پراختيا شرکت استازو ګډون وکړ او د موضوع په اړه يې بحث وکړ.
په دغه ناسته کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست  رئیس مولوي فيروزخان وويل چې د رياست الوزراء عالي مقام د ځانګړي هدايت له مخې د خواجه رواش ښارګوټي اوسېدونکو ته د لاښه خدماتو په اړه دنده سپارل شوې ترڅو اړونده ادارې په دې اړه په ګډه خپل مسؤليت ترسره کړي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اړونده ادارې د دې موضوع تخنيکي، حقوقي او مسلکي اړخونو په اړه د پوښتنو ځوابونه په ليکلې بڼه د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست ته وړاندې کړي.
همدا راز پرېکړه وشوه چې ياد پلاوی به دغه ساحه له نږدې ارزوي او نهايي ګزارش به يې د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کوي.
بايد وويل شي چې په دغه مجلس کې د ښارګوټي د برېښنا، کاناليزاسيون سيستم، اوبو او زرغونتيا اړوند مهم تخنيکي بحث وشو.
دغه ناسته چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.