د اطلاعاتو ملي سيستم په اړه د همغږۍ دوهمه غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي د امارتي وزارتونو او ادارو له استازو سره د اطلاعاتو ملي سيستم (HRMIS) څخه د استفادې په اړه دوهمه غونډه ترسره کړه.
دا غونډه چې د تېرې ورځې د غونډې په تعقيب نن چهارشنبه «د شوال المکرم ۱۳ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو د بشري سرچینو استازیو برخه اخیستې وه.
په غونډه کې له اجنډا سره سم د اطلاعاتو ملي سیستم (HRMIS) له معرفۍ وروسته، قاري عبدالولي صدیقي د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه په استازيتوب د یاد سيستم له تطبيق څخه د ملاتړ ترڅنګ د ټولو امارتي ادارو اړوندو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې له دې سيستم څخه په خپلو ادارو کې استفاده وکړي.
نوموړي ددې سيستم د ګټو په اړه د غونډې ګډونوالو ته تفصيلي معلومات ورکړل او د امارتي ادارو اړونده مسؤلين يې وهڅول ترڅو له ياد سيستم څخه د نظام د پرمختګ اداري چارو د چټکتيا او اسانتيا په برخه کې استفاده وکړي.
د غونډې ګډونوالو د چارو ادارې لوی رياست له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د بشري سرچينو د چارو په برخه کې يې اسانتياوې رامنځته کړي دي او ژمنه يې وکړه چې له ياد سيستم څخه به په اداري چارو کې استفاده وکړي.
بايد وويل شي چې تېره ورځ ( د شوال المکرم ۱۲ مه) د کورنيو چارو، ماليې، ملي دفاع وزارتونو سربېره تر شلو زياتو امارتي ادارو استازو برخه اخيستې او نن هم په دې غونډه کې د لوړو زده کړو، معارف، روغتيا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعات او فرهنګ، زراعت، سرحدونو او قبايلو او يو شمېر نورو ادارو استازو برخه اخيستې وه.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.