صدیقي: د اطلاعاتو ملي سيسټم په چارو کې چټکتیا رامنځته کولی شي

د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس قاري عبدالولي صدیقي د امارتي وزارتونو او ادارو له استازیو سره غونډه کې د اطلاعاتو ملي سیسټم د چارو د چټکتیا او د برېښنايي سیستم د تقويې وړ وباله.
په وینا يي، د سيمې او نړۍ هېوادونه هڅه کوي چې د پرمختګونو او حکومتي چارو د ښه ترسره کېدو لپاره له هر ډول تخنيکي وسايلو استفاده وکړي؛ نو د اطلاعاتو ملي سيستم (HRMIS) څخه د استفادې کولو سره به په امارتي چارو کې چټکتيا رامنځته شي او برېښنايي سيتسم به تقويه شي.
دغه جلسه چې نن سه شنبه «د شوال المکرم ۱۲ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو د بشري سرچینو استازیو پکې برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو ملي سیستم (HRMIS) له معرفرۍ وروسته، ښاغلي صدیقي د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه په استازيتوب د یاد سيستم له تطبيق څخه د ملاتړ ترڅنګ ټولو امارتي ادارو اړوندو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې له دې سيستم څخه په خپلو ادارو کې استفاده وکړي.
د اطلاعاتو ملي سيستم (HRMIS) چې د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټيکنالوژۍ رياست په هڅو جوړ شوی دی، د بشري سرچينو او بريښنايي حکومتولۍ په برخه کې يو منظم اطلاعاتي سيستم دی چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته يې په فعاليت پيل وکړ چې پکې د امارتي کارمندانو تشکيلات، بيوګرافي، بايو ميټرک، د وظايفو لوائح، سوانح، حاضري او د معاشاتو حسابونه او معلومات موجود دي.
د ګډونوالو په وینا د دې سیستم د لا ښه تطبیق لپاره مهمه ده چې څو نورې غونډې هم وشي او هم يي ضمناً د روزنیز پروګرام له لارې بشپړ معلومات له کاروونکو سره شریک شي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.