د چارو ادارې لوی رئیس: د وژنو ادرسونه د ابادۍ او ښېرازۍ سمبولونه شول

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کلوله پشتې تاریخي کلا څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې پخوا د نظامي اهدافو او وژنو لپاره کارېدونکې ودانۍ اوس د ابادۍ او ښېرازۍ په سمبولونو بدل شوي دي.
په وينا يې د شکر ځای دی چې اوس له پخوانيو جنګي حالاتو راوتلي يو او نن د دې کلا او تپې د ابادۍ او ښېرازه ساتلو لپاره کار کيږي.
نوموړي نن دوشنبه « د شوال المکرم ۱۱ مه» د یادې تاريخي کلا د رغنیزو چارو او بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
د چارو ادارې لوی رئیس په دغه ليدنه کې د يادې کلا اداري او خدماتي کارکوونکو ته په وينا کې د هغوی خدمات وستايل او په خپل لاس او محنت باندې د حلالې نفقې ګټل يې عبادت او د انبياوو علیهم السلام چاره وګڼله.
شيخ الحديث مولوي نور الحق انور وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانانو ورونو ترمنځ د يووالي، اتحاد او د افغانانو د ژوند د ښه کولو او د افغانستان غمځپلي ولس ته د خوښۍ چاپيريال برابر کړي.
د دې کلا ساتونکو او خدماتي کارکوونکو د چارو ادارې له رهبرۍ مننه وکړه او په دې يي خوښي څرګنده کړه چې نظر پرې ساتل کېږي او مشرتابه يي چارې له نږدې ویني.
د کلوله پشتې کلا د کابل ښار په شمال کې د کلوله پشته غونډۍ په سر موقعیت لري او دیوالونه یې په مستطیلي دایروي شکل کې له ۵ تر ۷ مترو پورې لوړوالی لري. د نظامي مهماتو او د عساکرو د تګ لپاره نیمه دایروي شکل کې یو سړک هم لري چې په لوړو دیوالونو محاط دی.
د دې نظامي کلا بنسټ د ۱۸۷۳ – ۱۸۷۹ میلادي کلونو کې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې اېښودل شوی دی.