د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه (د شوال المکرم ۹ مه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دغه اونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په اړه مسؤلينو ته سپارښتنې وکړې.
په غونډه کې د تېرو غونډو د پرېکړو اړوند راپورونو په تعقيب په ګڼو موضوعاتو بحث وشو.
د چارو ادارې لوی رياست کارمندانو ته د پاسپورټ اخيستلو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
همدا راز په نورو امارتي ادارو کې د چارو ادارې لوی رياست اړوند وسايطو راټولولو په هکله بحث وشو.
په دې سربېره په يو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او پرېکړې وشوې او دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.