خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د تعميراتو د حفظ او مراقبت ریاست د اړتيا وړ د نجاري توکو د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/009/1402/NCB د محمد شهبان رحيمي لمېتد چې د کابل ښار سپین پل کې موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په (84610) ثبت دی، په يو ميليون، دوه سوه شپږ اويا زره نهه سوه شپاړس (1،276،916) افغانیو په بدل کې ورکړي.
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو ورځو پورې يې د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.