د ثور د اوم او اتم ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اومه نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هیواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شو.
دغو بیګانه پرستو څیرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د عمالو په وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله روانه وه.
د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات و ګالل، نژدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلینونه نور له بیلابیلو مشکلاتو سره مخامخ شول، چې بالاخره وروسته له څوارلسو کالو د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هیواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هیواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نیټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیونتیجه ورکړه او زموږ اولس او هیواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ثور د ۷ کودتا او توره ورځ غندي، د ثور د ۸ ورځ لمانځي او د هیواد د آزادۍ ورځ يې بولي.
داچې زموږ هیواد تازه له امریکایي اشغال څخه آزاد شوی، اسلامي نظام قائم شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، تر څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضائع نشي او په هیواد کې د شهیدانو آرمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ شي.
اسلامي امارت به هڅه وکړي چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څرنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه مساعده کړي .والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۸/۱۰/۱۴۴۴هـ ق
۸/۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2023/4/28م