د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د وري  میاشتې د عمده فعالیتونو راپور

 

  1. د گمارنې د اسانتیاوو برابرولو او ولایتي چارو د همغږۍ ریاست
  • (۶۴۴) بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانول.

 (۶۹۲) بستونو لپاره برښنایي، تحریری او تقریری آزموینې اخیستل.

  • (۱۴۴۴) ګډونوالو ته (۵۶) ورکشاپونو دایرول.
  • د (۱۲۸۰) کارکوونکو د وظیفوي اجراآتو نظارت.

 

  1. د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو د شکایتونو ریاست
  • د ۹۴ بستونو شکایتونه څیړل.
  • ۱۶ شکایتونه تائیدول.
  • ۷۸ شکایتونه ردول.
  • د شکایتونو اړوند ۹۴ مصوبې صادرول.
  • د محاکمو له خوا د ۱ عدد دوسیې راتلل او اړونده کړنې تر سره کول.

 

  1. د اداري پروسو د ساده کولو ریاست
  • د لوړو زدکړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې ساده شوو پروسو

 ښوونیزو پروګرامونو دوام.

  • تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د ساده شوو پروسو د تطبیق څارنه.

 

  1. د ملکي خدمتونو انستیتوت ریاست
  • د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې لارښود مسوده وروستۍ کول.
  • د پینځمو او شپږمو بستونو (۱۸۷) تنو مامورینو ته زده کړه.

د کندهار جهادي مدرسې (۲۲۰)  تنو طالب العلمانو ته ځانګړې مقدماتي اداري زده کړه ییزې برنامې برابرول.

  • په اسلام کې د څارنې او کنټرول د ارزښت څېړنه پیلول.
  • د (۲) عنوانو زدکړیزو موادو پراختیا، بیا کتنه او ژباړل؛

 

  1. د حقوقو او پالیسیو چارو ریاست
  • په دریو وزارتونو کې (۳۲۶) تنو مامورینو ته د کړنو د ارزونې د برنامې دایرول.
  • عدليې وزارت کې د ملکي خدمتونو مامورینو د قانون پر مسوده کار کول
  • د امارت (۷) وزارتونو او ادارو ته د (۱۱) حقوقي مشورې استول