د داوطلبۍ اعلان

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دې وزارت د قطعاتو او مرکزي جزوتامونو او سيمه ييزو قول اردوګانو لپاره د دوه قلمه روغنياتو ( ډيزل او پيټرولو) داوطلبۍ کې چې د 1402 مالي کال د 9 لاټونو لپاره (اول لاټ؛ د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره، دوهم لاټ؛ د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو، درېيم لاټ؛ ۲۰۳ منصوري قول اردو، څلورم لاټ؛ ۲۰۵ البدر قول اردو، پنځم لاټ؛ ۲۰۷ الفاروق قول اردو، شپږم لاټ؛ ۲۰۹ الفتح قول اردو، اووم لاټ؛ ۲۱۵ عزم قول اردو، اتم لاټ؛ ۲۱۷ عمري قول اردو، نهم لاټ؛ ۲۱۹ عمرثالث فرقه) برخه واخلي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي.
خپل افرونه دې د شرطپاڼې د اصولو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د اعلان د نشر له نېټې څخه د 1402 د غويي مياشتې تر 16 مې نېټې پورې په سرتړلي شکل د د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
پروژه: د ملي دفاع وزارت د 1402 مالي کال د (۹ لاټ) د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو او سيمه ييزو قول اردوګانو د لپاره د دوه قلمه روغنياتو( ډيزل او پيټرول) پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1402/NCB/G-002
له داوطلبۍ وړاندې جلسه: د 1402/02/09 له غرمې مخکې 10:00 بجې
د افر ګشايي نېټه: 1402/02/16 له غرمې مخکې 10:00 بجې
د بانکي تضمين په توګه:

اول لاټ: 21,000,000، افغانۍ
دوهم لاټ: 8,500,000، افغانۍ
درېیم لاټ: 8,000,000، افغانۍ
څلورم لاټ: 8,200,000، افغانۍ
پنځم لاټ: 4,100,000، افغانۍ
شپږم لاټ: 3,000,000، افغانۍ
اووم لاټ: 8,100,000، افغانۍ
اتم لاټ: 2,000,000، افغانۍ
نهم لاټ: 2000,300، افغانۍ
د ۹ لاټو مجموعه: 65,200,000 افغانۍ
د اړيکو شمېره: 0202143274
ایمیل آدرس: planningnpa@gmail.com او n.naiel.gdnp@gmail.com
د افر د تسليمۍ ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست، مرمرين قصر ته څېرمه د ملي تداکارت رياست، پښتونستان واټ، کابل- افغانستان
يادونه: ناوخته او د انټرنيټ له لارې افرونه د منلو وړ نه دي.