د خوښيو مناسبتونو کې د هوايي ډزو د ممنوعیت په اړه د رياسةالوزراء د عالي مقام حکم

 

ټولو هیوادوالو ته، په ځانګړې توګه امنیتي ارګانونو، د عامه ساتنې منسوبینو او د شخصي سکتور محافظینو ته خبر ورکول کیږي چې د خوښیو د بېلابېلو مناسبتونو د نمانځنې په پلمه هوایي ډزې د بیت المال ضیاع، د شخصي اموالو اسراف او د ولس د ناآرامۍ او حتی د ځاني تلفاتو لامل ګرځي؛ بناء جدي حکم کېږي چې هوايي ډزې ممنوع دي.
که په راتلونکي کې څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي امنیتي ارګانونه مکلف دي چې متخلفين فوراََ بندیان او بي وسلې کړي.
والسلام
رئیس الوزراء
الحاج ملا محمد حسن اخند