د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس د کندهار ولایت له ځوانانو سره د ویډیو کنفرانس له لاري وکتل

جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس د کندهار ولایت له ځوانانو سره د ویډیو کنفرانس له لاري وکتل.
په دې کتنه کې، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئیس د کندهار ولایت له یو شمېر ځوانانو سره د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبري وکړې.‎
په دې ویډیو کنفرانس کې د کندهار ځوانانو په دغه ولایت کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ته یې د سولي په پروسه کي د کندهار د ځوانانو د رول، د سیمه‌ییزې ادارې د فعالیتونو د ارزوني او حساب ورکوونې، د کندهار ولایت د کادرونو د ګومارنې او ارتقا، په کندهار ولایت کې د نوي حوزوي روغتون جوړولو او د روغتیايي بنسټونو د تشکیل ډېرولو، د جنګ ځپلو سیمو لپاره د ځانګړو بورسونو ورکولو، د کندهار پوهنتون لپاره د نوي کامپس او د لیلیه لرونکو ښوونځیو جوړولو، په کندهار پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو ایجادولو او داسې نورو موضوعاتو په اړه وړاندیزونه وکړل.
همداراز دغو ځوانانو د کندهار ولایت اړوند د جمهوري ریاست د مقام د هدایتونو او حکمونو د تعقیب غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چي د یاد ولایت لپاره د پرمختیايي پروژو د کیفیت د لوړاوي په موخه باید د قراردادونو له لاس پر لاس کېدو مخنیوی وشي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس، ډاکټر فضل محمود فضلي د کندهار ولایت له ځوانانو مننه وکړه چې په واضح توګه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل، وې ویل: «حکومت ژمن دی چي هغو ولایتونو ته چي جنګ او غیر متوازن انکشاف ځپلي دي، د هغوی د پوهنې او لوړو زدکړو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي».
ښاغلي فضلي د کندهار له ځوانانو سره ژمنه وکړه چي موجوده امکاناتو ته په کتو سره به د یاد ولایت کادرونه د حکومت په بېلابېلو ادارو او برخو کي وګومارل شي او ټینګار یې وکړ چي د پروژو د قراردادونو لاس پر لاس کېدنه ورته د منلو وړ نه ده. هغه همداراز له ځوانانو وغوښتل چي په دې اړه خپلې موندنې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوی ریاست سره شریکي کړي ترڅو په دې اړه څېړنه ترسره شي.
له بلي خوا، نوموړي د کندهار ولایت ځوانانو ته ډاډ ورکړ چي د سولي په پروسه او د مصالحې په عالي شورا کي به د ټولو افغانانو ریښتینی استازیتوب وشي او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست به د کندهار پوهنتون د غصب شوي مځکي د بیرته ترلاسه کولو په موخه جدي تعقیب ترسره کړ