د مدیریت برخه کې د امارتي کارکوونکو د روزنې په ښوونيزه طرحه بحث وشو

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست او تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ نن يکشنبه «د رمضان المبارک ۲۵ مه» د مدیریت په برخه کې د امارتي کارکوونکو د روزنې په اړه جوړې شوې طرحه باندې بحث وشو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او تخنيکي او مسلکي زده کړو مسؤلينو او استازو هم برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د مدیریت په برخه کې د نويو ګمارل شويو امارتي کارکوونکو د روزنې بهير د لا ښه والي لپاره د همغږۍ په اړه بحث وشو او اړوندو لوريو په دې برخه کې يو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په غونډه کې ددې سربېره په يو شمېر نورو موضوعاتو او مسايلو هم بحث شو.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.