د بدني روزنې او سپورټ نوي رئيس د معرفۍ غونډه وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د بدني روزنې او سپورټ نوی رئيس مولوي عبدالودود حقاني د بدني روزنې او سپورټ رياست د سرپرست رئيس په توګه د يوې غونډې په ترڅ کې ددې رياست کارکوونکو ته معرفي کړ.
دغه غونډه چې نن شنبه (د رمضان المبارک ۲۴ مه) د بدني روزنې او سپورټ رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست څارنې او پاليسۍ مرستيال خبرې وکړې.
مولوي سيف الدين تائب په خپلو خبرو کې وويل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د نظام هره برخه تقويه کړي او زياته يې کړه چې اسلام د اقتصاد، سياست، سپورټ او نورو برخو د پرمختګ امر کوي.
نوموړي د ورزشکارانو قهرمانۍ وستايلې او هغوی ته په اشارې يې وويل چې د نړۍ د لوبو په ډګرونو کې د افغانستان ښه استازيتوب وکړي او ورزشکاران بايد د غوره عقيدې او ښو اخلاقو بيلګې واوسي.
غونډې ته د بدني روزنې او سپورټ نوي رئيس مولوي عبدالودود حقاني پخپلو خبرو کې د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په نوموړي يې باور وکړ او ژمنه يې وکړه چې د سپورټ په برخه کې به ورزشکارانو ته هر ډول اسانتياوې رامنځته کړي.
دا غونډه د ورزشکارانو له لوري د سپورټي نمايشونو په وړاندې کولو او خير په دعا پای ته ورسېده.