د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه غونډه نن شنبه د رمضان المبارک ۲۴مه د دې ادارې رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور تر مشرۍ لاندې او د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو او جانبي ادارو رئيسانو په ګډون جوړه شوه.
غونډه د تیرې اونۍ د فعالیتونو د راپور له اوریدو وروسته پریکړه وشوه هغه ادارې چې د چارو ادارې د اسنادو او اړیکو ریاست څخه د اسنادو غوښتنه کوي، باید د دې ریاست د ځانګړې فورم ډکولو وروسته دي ورسره اطلاعات شریک کړل شي.
د ښارواليو عمومي ریاست په همکارۍ د ملي اقتصاد او زیربناو ریاست تر مشرۍ لاندې هیئت د روژې مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ، چې د هیئت د وړاندیز په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
همدارنګه د ساختماني چارو او د پلان او طرحې ریاست سره د دارالامان د اداري کمپلکس د ادغام پروسې، د چارو ادارې د تخنیک او ترانسپورت ریاست د موټرو پر ستونزو او نورو مسایلو خبرې او لازمې لارښوونې وشوې.
دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.