د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال د معرفي غونډه وشوه

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست پخوانی مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني نن شنبه «رمضان المبارک ۲۴ مه» د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستيال په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته معرفي شو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب، رئيسانو او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو برخه اخيستې وه.

ښاغلي تائب د مولوي عبدالسلام حقاني د تقرر په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان ولوست او په اسلامي امارت کې يې د نوموړي د پخوانيو خدماتو په يادونه په تېر او اوس کې يو باوري شخصيت ياد کړ.

غونډې ته د چاپيريال ساتنې ملي ادارې رئيس حافظ عزیز الرحمن مولوي عبدالسلام حقاني په اسلامي امارت کې د ښې جهادي سابقې درلودونکی وباله او هيله يې څرګنده کړه چې په ياده اداره کې شته خلا به د نوموړي په راتګ ډکه شي.

همدا راز ښاغلي حقاني په اسلامي امارت کې دنده امتياز نه مګر يو مسؤليت وباله او زياته يې کړه چې مسؤلين د منصب په فکر کې نه دي او د خپلو مشرانو د امر اطاعت کوي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.