د چارو ادارې لوی رئیس: هر مسؤل د خدمت او عبادت په نیت دنده ترسره کوي

 

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور نن شنبه د رمضان المبارک ۲۴مه مولوي محمد اسحق اخندزاده د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رئیس په توګه کارکوونکو ته ور معرفي کړ.

په همدې مناسبت برابر شوي مراسم د قرآن کریم په تلاوت پیل او ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس وويل، د شکر ځای دی چې د داسې اسلامي نظام تر چتر لاندې یو، چې ګمارنې يي د شرعي اصولو پر اساس کېږي.

په وینا يي، هرڅوک چې په بستونو کې ګمارل کېږي، جهادي او علمي ځلانده سوابقو ته يي کتل کېږي، ځکه هر امارتي مسؤل دنده د خدمت او عبادت په نیت ترسره کوي.

نوموړي د جهادي دورې او د غزني د والي په حیث د مولوي محمد اسحق اخندزاده فعالیتونه وستایل او د لا بریا دعا يي ورته وکړه.

ښاغلي اخندزاده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د رئیس په حیث ګمارل شوی دی، پخپلو خبرو کې د رهبرۍ له نېک باوره مننه وکړه او ژمنه يي وکړه چې پخپله دنده کې به بشپړه هڅه کوي.

یاده دې وي د چارو ادارې پخواني مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني هم د دې ادارې له کارکوونکو سره د خدای پامانۍ مراسم ترسره کړل، نوموړی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د معین په حیث ګمارل شوی دی.

هغه هم پرې د شوي باور مننه وکړه او هم يي ضمناً د چارو ادارې لوی ریاست د کارکوونکو له چلند او فعالیته خوښي وښوده.

دا مراسم چې د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تالار کې برابر شوي و، د خیر په دعا پای ته ورسېدل.