د ملي تدارکاتو رئيس؛ د هېواد د پرمختګ لپاره وړ او بااستعداده ځوانانو ته اړتيا ده

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نن پنجشنبه (رمضان المبارک ۲۲ مه/ وري ۲۴ مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو انسټيټيوټ د دفتردارۍ اساسي مهارتونو روزنيز پروګرام د پای په مراسمو کې ګډون او خبرې وکړې.
مولوي عبدالباقي منصور ددغې روزنيزې دورې فارغانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د مسؤليت په ښه توګه سرته رسولو په اړه سپارښتنه وکړه او زياته يې کړه چې که مسؤليت کوچنی يا لوی وي، موږ خلکو ته په ځواب ورکولو مکلف يو.
ښاغلي منصور د دفتردارۍ اساسي مهارتونو روزنيز پروګرام مهم وباله او زياته يې کړه چې د هېواد د پرمختګ لپاره وړ او با استعداده ځوانانو ته اړتيا ده.
همدا راز په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله هم د دفتردارۍ اساسي مهارتونو روزنيز پروګرام په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه چې نن ورځ له دې پروګرام څخه ۲۰۰ تنه فارغ شول چې تصديق ليکونه به ورکړل شي.
بل لور ته د قاري نذير احمد هلال په نامه ددې پروګرام يو تن ګډونوال د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو څخه يې د ياد روزنيز پروګرام د جوړولو له امله مننه وکړه.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی وې، په فارغانو د تصديقنامو له وېش وروسته په دعا سره پای ته ورسېده.