د حرارتي دستګاه د تیلو د تدارکاتو او د افغانستان برښنا شرکت د جنراتورونو ډیزل د شرطپاڼې د لومړي تعدیل خبرتیا

د پروژې نوم: د حرارتي دستګاه د تیلو د تدارکاتو او د افغانستان برښنا شرکت د جنراتورونو ډیزل

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب مخکې د حرارتي دستګاه د تیلو د تدارکاتو او د افغانستان برښنا شرکت د جنراتورونو د ډیزلو پروژه په (درې لاته) د دې داوطلبۍ شمېرې NPD/DABS/1402/NCB/G-013 داوطلبۍ اعلان ته سپارلې وه چې د لزوم دید له مخې پکې تعدیل رامنځته شوی دی.
یاد تعدیل د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې  ترلاسه کېدای شي، داوطلبان کولی شي خپل افرونه په شرط پاڼه کې مندرجو شرایطو او د لومړۍ شمېرې تعدیل او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل له مخې په سرتړلي شکل په شرط پاڼه کې لیکل شوې نیټه او ځای ته وړاندې کړي. د شرط پاڼې مندرج شرایط له تغییر پرته د تطبیق وړ دي.