خبرتیا!
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د تخنیک او ترانسپورت ریاست د اړتیا وړ د وسایطو د ټایرونو د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/003/1402/NCB دي، د کابل ښار قوای مرکز سیمه کې صدیق احمدي لمیتد سوداګریز شرکت ته د 1,191,372 (یو ملیون، یو سلو یو نوي زره او درې سوه دوه اویا) افغانیو په بدل کې ورکړي.
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي د اعلان له نیټې څخه تراوو ورځو پورې يي د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.