کلوله‌پشته غونډۍ کې سلګونه نیالګي کېنول شول

 

د چارو ادارې لوی ریاست نن شنبه د رمضان المبارک ۱۷مه، د «یو نیالګی، یو کارکوونکی» تر سرلیک لاندې د کلوله‌پشته غونډۍ کې سلګونه نیالګي کېنول.

دغه نیالګي چې د کارکوونکو له لوري په رضاکار ډول را ټول شوي و، د یاد ریاست اړوند ریاستونو ځینو رئیسانو او کارکوونکو يي د کېنولو په مراسمو کې برخه واخیسته.

په همدې مناسبت په یاده سیمه کې د پیل مراسم د قرآن کریم په تلاوت شروع او ورپسې د هر ریاست لپاره معلومه شوې ساحه کې د نیالګیو کېنولو مراسمو دوام وکړ.

د چارو ادارې لوی ریاست د تعمیراتو، د څارنې او ساتنې ریاست مسؤلین وايي، چې یوازې دې غونډۍ کې شاوخوا ۱۰۲۴ اصله نیالګي کېنوي چې پاللو ته به يي هم جدي پام وکړي.

د مسؤلینو په وینا په پلان کې ده چې د چارو ادارې لوی ریاست اړوند ټولو مرکزي او ولایتي ساحو کې شاوخوا ۱۸زره اصله نیالګي کېنوي.

د چارو ادارې لوی ریاست مالي ریاست وايي، د دې غونډۍ د لا ارزښت په موخه په موجوده کلا کې د نندارچیانو لپاره د ځانګړي کتابتون او تفریح‌ځای د برابرولو هوډ هم لري.