۱۴۰۱لمریز کال او د ملي تدارکاتو ریاست فعالیتونه:

• د هېواد (۲۳) ولايتونو کې د بېلابېلو وزارتونو (۲۲۰) قراردادونه بر رسي شوي دي.
• بر رسي شوي قراردادونه د اوبو او انرژۍ، ټولګټو، کليو پراختيا او بيارغونې وزارتونو، ملي پراختیا او د افغانستان د برښنا شرکتونو اړوند دي.
• تېر کال کې د تدارکاتي پړاوونه (۴) بر رسۍ بشپړې شوې دي او راپورونه يې لوړ مقام ته وړاندې شوي دي.
• د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو د (۴) تدارکاتي بنسټونو (۸۱) پروژې او (۲۷۰) پرچون خريداريو او قراردادونو تدارکاتي پړاوونه څارنه ترسره شوي.
• دې ریاست (۴۰) بېلابېلو شویو عريضو ته رسيدګي کړې.
• له يو شمېر نورو پروژو څارنه شوې، ستونزې يې په نښه شوې او د حل لپاره له اړوندې ادارې سره شريکې شوې دي.