د دولسم ټولګيو فارغانو د شهادتنامو ترلاسه کولو کې اساني رامنځته کيږي
د چارو ادارې لوی رياست او پوهنې وزارت ترمنځ د دولسم ټولګيو فارغانو د شهادتنامو ترلاسه کولو پروسه کې د اسانتيا رامنځته کولو په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (رمضان المبارک ۵ مه) د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه پکې د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين معين مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ د دې وزارت پلاوي هم ګډون کړی و.
ښاغلي صادق وويل، د شهادتنامو د توزیع په برخه کې له تېرو نږدې شپږ کلونو راهيسې پاتې ستونزو خنډونه ايجاد کړي او دا پروسه يې له مشکلاتو سره مخ کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي په دې برخه کې اسانتيا رامنځته کړي او هر زده کوونکي ته په کم وخت او اسانۍ سره شهادتنامه ورکړي.
همدا راز په غونډه کې د پوهنې وزارت د شهادتنامو رئيس مولوي صبغت الله وصيل وويل؛ تېر کال يې له دوه نيم سوه زرو زياتې شهادتنامې توزيع کړې دي او يو ميليون سپينې شهادتنامې تازه د يونيسف له لوري چاپ شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د نتايجو او اسنادو د خونديتوب په موخه ۷ ميلیونه بيرون مرزي نتايج سيستم ته پورته شوي دي او په نږدې راتلونکي کې يې سيستم ته د نورو اسنادو د پورته کولو پروسې د پيل خبر ورکړ.
په غونډه کې د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني یاد پلاوي ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او همدا راز پرېکړه وشوه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسو ساده کولو ټيم به په پوهنې وزارت کې د کيفيت د تضمين د معين مولوي عبدالخالق صادق په سرپرستۍ فعاليت پيلوي ترڅو د اداري پروسو د ساده کولو بهير پر مخ يوسي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.