د کابل ښاروالۍ د خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د کابل ښاروالۍ ۱۷۰ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه.

په دې اړه غونډه چې نن يکشنبه «رمضان المبارک ۴مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئيس او د کابل ښاروالۍ معين ويناوې وکړې.

د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني وويل اسلامي امارت ولس سره د کړو ژمنو د عملي کولو په هڅه کې دی، مسلکي او اهل کسانو ته د کار په سپارلو سره غواړي چې ولس ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي.

همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سرپرست رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله د ازموينې پروسه شفافه وبلله او ګډونوالو ته په اشارې يې وويل چې که هرڅوک په کومه برخه کې شکايت ولري، د مسؤلينو له لوري په وخت رسيدګي ورته کيږي.

همدا راز په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خدماتو معين مولوي خالد سجستاني وويل چې په اسلامي امارت کې ټاکنې د واسطې او ملګرتيا په اساس نه کيږي، مګر د يوې اصولي او شفافې پروسې له لارې وړ کسان په دندو ګمارل کيږي.

په پای کې د الکترونیکي ازموينې له بهير څخه ليدنه وشوه او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.