د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه «د رمضان المبارک په ۳ مه» د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي مشرۍ ترسره شوه.

دغه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پیل يې د قرانکريم په تلاوت وشو چې په کې د چارو ادارې لوی رياست رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو هم برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د چارو ادارې د ورځينو غونډو او مجلسونو د لاښه تنظيم په موخه د مطبوعاتو رياست له لوري جوړ شوي اپليکشن په اړه پريزنټيشن وړاندې شو او ياد اپليکشن تائيد او ورڅخه د استفادې کولو پرېکړه وشوه.

همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست اړوند ماڼيو او ودانيو د ساتنې او مراقبت په اړه هم بحث وشو او د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د اړوند ماڼيو او ودانيو څخه د نورو دولتي ادارو او شرکتونو د استفادې په اړه يوه جامع طرحه جوړه او راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په غونډه کې د چارو ادارې د ټرانسپورټ او يو شمير نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او پرېکړې وشوې او دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.