د کور او ښار جوړولو وزارت د خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د کوراو ښار جوړولو وزارت د خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه.

په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه «شعبان المعظم ۲۹ مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پکې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال، د اداري اصلاحاتو رئيس او د کور او ښار جوړولو سرپرست وزير ويناوې وکړې.

غوندې ته د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وويل؛ هېواد د فکري صلاحيتونو په ابتکارونو اباديږي او دا هغه مهال شونې ده چی موږ خپل هېواد ته وفادار واوسو او د هېواد د جوړولو لپاره نوښتونه‌ وکړو.

د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل نظام لا نور د مسلکيتوب په لور روان دی او اسلامي امارت قوي اراده لري چې مسلکي او تخنيکي برخې تقويه کړي.

همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سرپرست رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله وويل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې پوه او مسلکي خلکو ته مسؤليت وسپاري ترڅو حکومتي چاري په ښه توګه پرمخ لاړې شي او د همدې هدف لپاره خالي بستونو لپاره ازموينې په الکترونيکي بڼه اخلي.

په پای کې د الکترونیکي ازموينې له بهير څخه له ليدنې وروسته دا مجلس په دعا پای ته ورسېده.