د دواطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د افغانستان د برښنا شرکت په استازيتوب ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د افغانستان د برښنا شرکت درې لاټونو (اول لاټ: کابل ولايت، دوهم لاټ: کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او پکتيکا، دريم لاټ: هرات، فراه، غور او باميان ولايتونو) د حرارتي دستګاوو د تېلو او د جنراتورونو د ډېزل د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او شرطنامه دې په سافټ بڼه د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه په دې ادرس  ترلاسه کړي.
او يا دې هم د برښنا شرکت له ويب پاڼې څخه په دې ادرس ترلاسه کړي.
خپل افرونه دې په سرتړلې بڼه د تدارکاتو د قانون د شرطنامې له شرايطو سره سم په سر تړلې بڼه د اعلان د نشر له نېټې څه د 23/01/1402 هـ ش کال سهار 10:00 بجې د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د افغانستان برښنا شرکت د حرارتي دستګاه د تيلو او جنراتور د ډيزلو (درې لاټه )پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/NCB/G-013
له داوطلبۍ وړاندې جلسه: 09/01/1402 د سهار 10:00 بجې
د افرګشايي نېټه: 23/01/1402 د سهار 10:00 بجې
د افر د تضمين په توګه:
لومړی لاټ: 6,520,000 افغانۍ
دوهم لاټ: 5,820,000 افغانۍ
دريم لاټ: 1,810,000 افغانۍ
مجموعه درې لاټه: 14,150,000 افغانۍ
د اړيکو شمېره: 0202143274
ایمیل آدرس: برښنالیک او د ملي تدارکاتو ریاست برښنالیک
د افرونو د تسليمۍ ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست مرمرين قصر، د ملي تدارکاتو رياست د معدن وزارت (پخوانی تعمير) پښتونستان واټ، کابل-افغانستان
يادونه: له وخت وروسته او د انټرنيټ له لارې افرونه د قبول وړ نه دي.