د امارتي ځمکو د وېش، پلورنې او انتقال د ممنوعيت په هکله د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمان

ګڼه: ۵۱۷
نېټه: ۲۱/۸/۱۴۴۴هـ ق

لومړۍ ماده:
د امارتي(سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اميرالمؤمنين (حفظه الله) له فرمان پرته منع دي. وزارتونه، امارتي ادارې او ښاروالۍ نه شي کولای، يادې ځمکې په حقيقي او حکمي اشخاصو ووېشي يا وپلوري.

دويمه ماده:
وزارتونو، امارتي ادارو او ښارواليو ته د امارتي(سلطاني) ځمکو انتقال د اميرالمؤمنين(حفظه الله) له فرمان پرته منع دي، د اړتيا پر مهال د يادو ځمکو انتقال د فرمان پر اساس صورت مومي.

درېيمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.

والسلام
اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده