د چارو ادارې، لوړو زده کړو او تخنيکي او مسلکي ادارې ترمنځ د پروسو ساده کولو توافقنامه لاسليک شوه
د افغانستان اسلامي امارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوړو زده کړو وزارت او تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو په اړه توافقنامه لاسليک شوه.
دغه غونډه چې نن يکشنبه د (شعبان المعظم ۲۶مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، پکې د کورنيو او بهرنيو رسنيو استازو اخيستې وه.
غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله وويل، د لوړو زدکړو وزارت او تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې ترمنځ دا توافقنامه په اداري پروسو کې د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه ترسره شوه.
نوموړي وويل چې تر اوسه په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې شاوخوا ۳۰۰ د پروسو د ساده کولو پروګرامونه ترسره شوي دي.
بل لور ته د لوړو زدکړو سرپرست وزير شيخ الحديث مولوي ندا محمد نديم د يادې توافقنامې د ستاينې ترڅنګ وويل چې ددې پروسې ترسره کولو سره به د لوړو زده کړو وزارت اداري چارې لا هم منظمې شي.
په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت د اداري پروسو د ساده کولو پروسې د ټولو دولتي ادارو لپاره ګټور وبلل.
په پای کې ياده توافقنامه د اړوندو ادارو ترمنځ لاسليک شوه او د ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونو په ويلو او د خير په دعا سره دا مجلس پای ته ورسېد.