دیني زده کړو کې د اداره امور ممتاز کارمندان تقدير شول
د چارو ادارې لوی رياست د دعوت او ارشاد رياست له لوري د ديني زده کړو پروګرام سلګونو ممتاز کارمندانو ته، چې ښې نومرې يې ترلاسه کړې وې، تېره ورځ (شنبه ۲۵ شعبان المعظم) د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ تقديري غونډه وشوه.
د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس د دې ادارې د دعوت او ارشاد رياست له مسؤلينو مننه وکړه، چې د ادارې کارمندانو ته یې د ديني احکاماتو او نبوي اراشادتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.
ښاغلي صديقي پخپلو خبرو کې وويل، چې په هر مسلمان له ديني احکاماتو او اراشادتو څخه ځان خبرول لازم دي او د ديني مسائلو تکرار او زده کړه مسلمانان د ديني ارزښتونو ساتلو ته متوجه کوي او له خطا کېدو څخه ژغورل کيږي.
بل لور ته د چارو ادارې لوی رياست د دعوت او ارشاد رئيس مولوي عبيدالله احرار د ادارې د کارمندانو لپاره د ديني مسائلو د تدريس او ازموينې په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي احرار وويل چې د ازموينې په دې مرحله کې د چارو ادارې لوی رياست ۴۰۲ تنه کارمندان د لوړو نومرو په اخيستلو کامیاب شوي، چې نن یې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رياست د جایزو په ورکولو سره تقديروي.
بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د دعوت او ارشاد رياست له مهالويش سره سم هره ورځ د دې ادارې بېلابېلو رياستونو ته د ديني ښوونو او اصلاحي درسونو بهير پر مخ وړي او تر دا مهاله يې په دې برخه کې د پام وړ کار کړی دی.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.