د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (شعبان المعظم ۲۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي په رياست ددې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دغه اداري جلسه کې چې د چارو ادارې لوی رياست رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه، د ټکنالوژۍ رياست ته دنده وسپارل شوه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې لپاره له انټرنېټ څخه د استفادې او د HRMIS وسايل او سيتسم د انتقال په اړه اجراآت وکړي.
په دغه اوونيزه اداري غونډه کې د تېرو پرېکړو په تعقيب مالي رياست ته دنده وسپارل شوه چې د رياست الوزراء له سياسي معاونيت سره په همغږۍ دې د پخوانۍ سولې عالي شورا کارمندانو ته د معاشونو د ورکړې په اړه اقدامات وکړي.
همدا راز په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د جانبي ادارو د حاضرۍ او نقليه وسايطو او د ۱۴۰۲ هـ ش کال پلاتس سيستم د قرارداد په اړه هم بحث او لازم تصاميم ونيول شول.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.