د چارو ادارې لوی رئیس د ښځو چارو وزرات سرپرسته او نومانده معرفي کړه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، اغلې حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت د سرپرستې او نوماند وزیر ې په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته رسماً، ور وپيژانده.
په‌دې اړه جوړه شویو مراسمو کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، اغلېساپۍ ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ وویل، چې د ښځو چارو وزارت تر ننه پورې یو پالیسي جوړونکی بنسټ و، خو د هېواد د جمهور رئیس له لید سره سم تر دې وروسته دا وزارت نوي پړاو ته داخلیږي او د پالیسې جوړونې ترڅنګ د پالیسیو د پليکېدو او اجرايي صلاحیت به هم ولري.

ډاکټر فضل محمود فضلي د دغه وزارت پخوانیو کړنو ته په نغوتې سره وویل چې د ښځو چارو وزارت به ټولو هغو بنسټونو سره چې د ښځو او کوچنیانو د ځواکمنتیا لپاره کار کوي، د روښانه لیدلوري په چوکاټ کې ښه انسجام پیدا کړي.

د غه راز اغلې حسینې ساپۍ د جمهور رئیس له باوره مننه وکړه او ویې ویل چې د ښځو چارو وزارت ټولنې کړنې به د پخوانیو فعالیتونو په تداوم او د ارزښتونو او لومړیتوبونو پر بنسټ ترسره کیږي.