د داوطلبۍ اعلان

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب، د مالي او ادري او سرسبزۍ ریاستونو د اړتیا وړ دوه قلمه نفتي موادو (ډیزل او پطرول تیلو) د تدارکاتو پروژه اعلان ته سپاري، له همدې امله له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون او د شرطنامې سافت د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د اعلان له نیټې څخه د ۱۴۰۲ کال د حمل میاشتې تر ۱۸مې له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د توحید او د پلان تحلیل ریاست پامیر صالون، مرمرین قصر ته څېرمه د چارو ادارې لوی ریاست پښتونستان واټ کابل – افغانستان ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ او د مالي او اداري ریاستونو د اړتیا وړ دو قلمه نفتي مواد (ډیزل او پطرول تیل) د تدارکاتو پروژه
تشخیصیه نمبر : NPD/KM/1402/NCB/G-012
د افر پرانیستې نېټه : 1402/1/18
بانکې تضمین: 1,436,000 یو میلیون څلورسوه او شپږدیرش زره افغانۍ
د اړیکې شمېره: 0202143274
برښنالیک : planning@aop.gov.af
هغوی چې شرطپاڼه يي تر لاسه کړې، د تعدیل یا د خپل شریکت د معلوماتو د لېږد لپاره په پورته ادرسونو اړیکه نیولی شي.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د قبول وړ نه دي.