د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له روزنیز پروګرام څخه سل تنه فارغ شول

د بېلابېلو وزارتونو او بېلابېلو ادارو سل تنه کارمندان د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ څخه د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو د روزنیز پروګرام د ۲۳، ۲۴، ۲۵ او ۲۶ دورې څخه فارغ شول.

په همدې موخه نن چهارشنبه (د شعبان المعظم ۲۲ مه) د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې مراسم جوړ او د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول.

غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت رئیس مولوی محمود شاه زاهد نویو فارغ شویو کارکونکو ته وویل، د افغانستان اسلامي امارت کې ماموریت آرامښت او رفاه نه ده بلکه د خدای تعالی ازمویښت دی، هر امارتي مامور مکلف دی چې د مظلوم او رنځیدلي ملت ستونزو ته په ښه شکل رسیدګي وکړي.

هغه زیاته کړه، افغانانو ته د خدمت کولو او د منطقې هېوادونو سره د رقابت یوه لار د امارتي کارکوونکو د تعلیمي سطحې لوړول دي.

له بلې خوا غونده کې، د ملي تدارکاتو ریاست معاون مولوي عبدالرحیم رحیمي وویل، خلکو ته د خدمت کولو یو له اسبابو څخه مسلکي زده کړه ده او لازمه ده چې موږ د خپللو مسلکي زده کړو سطحه لوړه کړو.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ویش او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.