14 غبرګولی 1399
د روباتیک انستیوت جوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د نظارت او قانون ساتنې معاون محمد رفیع پوپل په مشرۍ کابل پوهنتون کې د روباتیک انستیتیوت جوړولو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې او د ربات جوړونکې ډلې استازو ګډون درلود، چې د روباط جوړونکې ډلې پر وړاندې پرتو ستونزو باندې په کې هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې اړوندې ادارې دې ډلې د اړتیاو پوره کولو لپاره همکاري وکړي او د جلالتماب جمهور رئیس له لیدلوري سره سم دې د ربات جوړونکو ډلې ته د فعالیت زمینه برابره شي..