د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب په پام کې لري ترڅو د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د وسایطو د پرزو پروژه اعلان ته وسپاري، له همدې امله ټول په شرایط برابر داوطلبان کولای شي ددې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون او د داوطلبۍ اسناد د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي.
د پروژې نوم: د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د وسایطو د پرزو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1401/G-021/NCB
د افرونو د تسلیمۍ لپاره ضرب الاجل: د ۱۴۰۲ کال د حمل میاشتې ۱۳مه له غرمې مخکې لس بجې
له داوطلبۍ مخکې غونډه: د ۱۴۰۲ کال د حمل ۳مه له غرمې مخکې لس بجې
د افر پرانیستې غونډه : د ۱۴۰۲ کال د حمل میاشتې ۱۳مه له غرمې مخکې لس بجې
د آفرونو د تضمین مبلغ:
لومړۍ شمېرې لات: ۶۰۰۰۰ شپیته زره افغانۍ؛
دویم لات شمېره: ۴۵۰۰۰۰ څلور سوه او پنځوس زره افغانۍ؛
دریم لات شمېره: ۱۵۰۰۰۰ یو سلو پنځوس زره افغانۍ؛
څلورم لات شمېره: ۴۰۰۰۰۰ څلورسوه زره افغانۍ؛
پنځم لات شمېره : ۸۰۰۰۰۰ اته سوه زره افغانۍ؛
شپږم لات شمېره: څلور سوه زره افغانۍ؛
د افرونو دتسلیمي لپاره پته: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
د اړیکې شمېره: 0202143274
برښنالیک:: npd.planning@aop.gov.af | noorullah.naiel@aop.gov.af او planningnpa@gmail.com
یادونه: انټرنټي او ناوخته افرونه د قبول وړ ندي