د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ نصاب پښتو ته ژباړل کيږي

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ جوړه شوه.

دغه غونډه چې نن شنبه «شعبان المعظم ۱۸ مه» ددې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو رئيسانو او مسؤلينو برخه اخيستې وه.

دغه اداري ناسته چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې د تېرو غونډو په تعقیب د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ نصاب پښتو ژبې ته د ژباړې لپاره کمېټې ته دنده وسپارل شوه ترڅو ياد نصاب د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د زده کوونکو لپاره اسانه او عام فهمه شي.

په غونډه کې همداراز له سترې محکمې سره د چارو ادارې لوی رياست د مکاتيبو او مراسلاتو په برخه کې د لاهمغږۍ او د چارو ادارې کارمندانو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

دغه غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.