د چارو ادارې لوی رئیس د سویډن له سفیرې سره د مخه ښې لیدنه وکړه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په افغانستان کې د سویډن له سفیرې میرمن کارولین ویسیني سره چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې، د مخه ښې لیدنه وکړه.
ډاکټر فضلي له افغانستان سره د سویډن د اوږدمهالو مرستو قدرداني وکړه او میرمن ویسیني ته یې په راتلونکو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همدارنګه دواړو غاړو د جینوا کنفرانس په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
میرمن کارولین ویسیني په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان حکومت او خلکو ته یې په لنډ وخت کې په بریالیتوب سره د مشورتي لویې جرګې د جوړولو مبارکي ورکړه. هغې هیله وښوده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ ژر مخامخ مذاکرات پيل شي.