د داوطلبۍ اطلاعيه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په نمايندګۍ د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د درې قلمه نفتي موادو( ډيزل، پټرول او خاورو تېل) داوطلبي شمېره NPD/KM/1402/NCB/G-001 اعلان کړې وه چې له داوطلبۍ وړاندې يې شرطنامه تعديل شوه او د افر د تسليمۍ نېټه د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د کب تر ۲۴ مې تمديد شوه.
محترم داوطلبان کولی شي چې تعديل شوې شرطنامه او د جلسې راپور له داوطلبۍ وړاندې د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې یا د کابل ښاروالۍ له ویب پاڼې  څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه دې د لاندې تعديل شوې شرطنامې له شرايطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم دې په سرتړلي توګه وسپاري.
د افر ګشايي نېټه: د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د کب په ۲۴ مه د سهار ۱۰:۰۰ بجې
ادرس: د ملي تدارکاتو رياست د غونډو تالار، د چارو ادارې لوی رياست مرمرين قصر ترڅنګ پښتونستان واټ کابل افغانستان