د چارو ادارې مرستيال: غزني کې د اسلامي تمدن مرکز ساتنه او څارنه کوو

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني نن چهارشنبه (شعبان المعظمم ۸ مه)غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز کې جوړه شوې غونډه کې وویل؛ د دې لپاره يې دې ولايت ته سفر کړی، چې د کابينې د پرېکړې له مخې د ياد مرکز ښه ساتنه - څارنه وشي او ښه استفاده ورڅخه وشي.
هغه وويل چې اسلامي امارت غزني ولايت او اوسېدونکو ته يې پوره توجه لري او له همدې امله يې د اسلامي ثقافت مرکز ودانیو د څارنې او ساتنې چارې د چارو ادارې لوی رياست ته سپارل شوې دي.
مولوي عبدالسلام حقاني همدا راز وويل چې په ياد ولايت کې ۵۶ پروژې تطبیق، د تطبيق په حال او ځینې معطل شوې دي، چې د معطل شويو پروژو د بيا پيل لپاره وړانديزونه د رياست الوزراء مقام ته لېږل شوي دي.
بل لور ته د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د کابينې د پريکړې د تطبيق په اړه له مرکزي حکومت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې خپل مسؤليت به په ښه توګه سرته ورسوي.
د دغه ولايت د تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي د حکومت دا اقدام وستايه او مننه يې وکړه او خپل تخنيکي وړانديزونه يې د همکارۍ په موخه له پلاوي سره شريک کړي.
دغه مراسم په دعا سره پای ته ورسېدل او په پای کې ياد پلاوي او ولايتي مسؤلينو د اسلامي ثقافت مرکز له اړوندو ودانیو څخه ليدنه وکړه.