د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له روزنيز پروګرام څخه ۴۶ تنه فارغ شول

 

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د روزنيزو پروګرامونو په لړ کې د تدارکاتو د اصولو او کړنلارې اړوند د ۲۱ او ۲۲ ګروپونو څخه د ۱۸ بېلابېلو وزارتونو او ادارو ۴۶ تنه کارکوونکي فارغ شول.

په دې اړه نن چهارشنبه «شعبان المعظم ۸مه» د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نويو فارغ شويو کارمندانو ته په وينا کې وويل چې يوازې په همدې روزنيزو پروګرامونو بايد بسنه ونشي او پخپله برخه کې یې د وړتيا ترلاسه کولو لپاره نورو زده کړو او مهارتونو ترلاسه کولو ته وهڅول.

همدا راز په غونډه کې د ملي تدارکاتو رياست مرستيال مولوي عبدالرحيم رحيمي وويل په حکومتي چارو کې بېلابېلې برخې دي چې په اړه يې بايد پوهه ترلاسه شي ترڅو کارونه په ښه توګه پرمخ يوړول شي.

د غونډې په پای کې د ياد روزنيز پروګرام په ګډونوالو تصديق پاڼې ووېشل شوې او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېد.