د کابینې ۲۵مه غونډه؛ د راتلونکي مالي کال بودجه تائید شوه

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۵مه غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې سند تائید او ماليې وزارت ته يي په اړه د اړینو کړنو ترسره کولو دنده ورکړل شوه.

دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د شعبان المعظم په شپږمه/د کب اتمه ترسره شوه، پکې د پاسپورټ لوی ریاست د چارو د ښه سمون او ستونزو د حل په موخه د ریاست الوزرا‌ء مقام له لوري د ټاکل شوي پلاوي وړاندیزونه هم تا‎ئید شول.

د کابینې په دې غونډه کې د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ، د ټرانسپورټي ستونزو د حل کميسيون ته دنده وسپارل شوه، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی رياست د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ا.ا.ا د کابينې ۲۸/۱۱/۱۴۴۳ هـ.ق نېټې (۳۹) ګڼه مصوبې (۲) بند پر اساس د ټرانسپورټي چارو د کنټرول او تنظيم تصويب شوې طرحې د پلي کېدو په اړه دقيقه ارزونه وکړي، د عملي کېدو په وړاندې يې شته ستونزې په ګوته، د حل لارې ورته ومومي او د تصميم نيونې په موخه دې يي د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د ولایتي تخنیکي پلاویو په همکارۍ د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او د ستونزو د حل په موخه ولایتونو ته سفرونه وکړي او د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د جبل السراج د سمنټو پروژې پخوانی قراداد فسخ کړي.

د کابینې دا ناسته چې تېره دوشنبه ترسره شوه، د قرآن کریم په تلاوت پیل او له پورته پرېکړو او تصامیمو وروسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.