روغتيا وزارت ته د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکې د سپارلو په اړه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري نن سه شنبه ( شعبان المعظم ۷ مه) روغتيا وزارت ته په هرات کې د ملي دفاع وزارت د پخوانۍ کميسارۍ د سپارلو په اړه غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې چې د ملي دفاع، روغتيا، کورنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو ګډون کړی و او د موضوع اړوند يې خپل نظريات شريک کړل.
د عامې روغتيا وزارت د ولاياتو د روغتيايي چاور رئيس عنايت الله عنايت وويل، روغتيا وزارت د دې لپاره چې په دغه سيمه کې د کوچنيانو د مرګ ژوبلې مخنيوی شوی وي او د کوچنيانو لپاره يو روغتون جوړ شي؛ له ملي دفاع وزارت څخه د يادې ځمکې غوښتنه کوي.
بل لور ته د ملي دفاع وزارت استازي حافظ سميع الله وويل چې ټاکل شوی پلاوی سيمه له نږدې لیدلې او زياته يې کړه چې د ملي دفاع وزارت اړوند دغه سيمه د ياد روغتون د جوړولو لپاره کمه ده او له دې زياتې ځمکې ته اړتيا ده.
په ورته وخت کې د کورنيو چاور وزارت استازي منصور احمد منصور وويل؛ د دې لپاره چې د هرات ولايت د خلکو نفوس زيات دی نو غوره ده چې له يادې ځمکې څخه ملت ته ګټې ورسيږي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د يادې موضوع په اړه د ټولو اړخونو نظريات راټول او د وروستۍ پرېکړې لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته ولېږل شي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.