د داوطلبۍ اعلان

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست په پام کې لري چې۱۰ تدارکاتي پروژې چې مشخصات يې په لاندې توګه ذکر شوي دي؛ داوطلبۍ ته وسپاري، ګډونوال کولی شي چې د يادې داوطلبۍ شرطنامه د ملي تدارکاتو رياست نه په فلش کې او يا هم د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه په دې ادرس ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل وړانديزونه د ټاکل شويو شرايطو سره او د تدارکاتو د طرز العمل مطابق په سرتړلې توګه د اعلان د نشر له نېټې څخه د هرې پروژې د ټاکل شوې نيټې پورې د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست چې د کابل پښتونستان واټ د معدن وزارت په پخواني تعمیر کې موقعيت لري، وسپاري.

د پروژو نومونه:
د مرکز ګرمۍ د اجناسو د تدارکاتو پروژه:
تشخيصيه شمېره: AOP/G/006/1402/NCB
د افر ګشايي نېټه: 1402/1/14
د افر د بانکي تضمين په توګه (141000) يوسل يو څلوېښت زره افغانۍ

د تعميراتي او ترميماتي موادو د تدراکاتو پروژه:
تشخیصه شمېره: :AOP/G/014/1402/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402/1/16
د افر د بانکي تضمين په توګه (115000) يوسل او پنځلس زره

د تهويې او تسخين د تدارکاتو پروژه:
تشخيصه شمېره: :AOP/G/012/1402/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402/1/9
د افر د بانکي تضمين په توګه (51000) يو پنځوس زره افغانۍ

د سرسبزۍ د اجناسو تدارکاتي پروژه:
تشخيصه شمېره: : AOP/G/008/1402/NCB
د افر ګشايي نېټه: 1402/1/13
د افر د بانکي تضمين په توګه (140000) يو سل او څلوېښت زره افغانۍ

د رنګمالۍ د موادو تدارکاتي پروژه:
تشخيصه شمېره: :AOP/G010/1402/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402/1/15
د افر د بانکي تضمين په توګه (97500) اوو نوي زره پنځه سوه افغانۍ

د جنراتور د اجناسو تدارکاتي پروژه:
تشخيصه شمېره: : AOP/G/013/1402/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402/1/12
د افر د بانکي تضمين په توګه (60000) شپېته زره افغانۍ

د برقي اجناسو د تدارکاتو پروژه:

تشخیصه شمېره : AOP/G/015/1402/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402/1/8
د افر د بانکي تضمين په توګه (101000) يو سل او يو زره افغانۍ


د فلزکارۍ موادو تدارکاتي پروژه:
تشخيصه شمېره: : AOP/G/011/1402/NCB
د افر ګشايي نېټه:1402/1/19
د افر د بانکي تضمين په توګه (58000) اته پنځوس زره افغانۍ

د اوبو رسونې او کاناليزيسيون تدارکاتي پروژه:
تشخیصه شمېره: : AOP/G/007/1402/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402/1/7
د افر د بانکي تضمين په توګه (214000) دوه سوه څوارلس زره افغانۍ

د نجارۍ د موادو تدارکاتي پروژه:
تشخيصه شمېره: : AOP/G/009/1402/ NCB
د افر ګشايي نېټه: 1402/1/20
د افر د بانکي تضمين په توګه (62000) دوه شپېته زره افغانۍ
د اړيکې شمېره: 0202143720

يادونه: له وخت وروسته او انټرنېټ له لارې افرونه د منلو وړ نه دي.